درنو لوستونکو !
دکندهار په ولایت کې ددښمن له خوا وروستني پيل شوي عملیات په نړیوالو مطبوعاتو کې دامریکایي اشغالګرو دپوځي زور آزموینې وروستۍ تجربه شمیرل کیږي ، زیاتره کتونکي په دې اند دي که چیري داعملیات ناکام شي نو اشغالګرو ته به له تیښتې پرته بله توجیه او انتخاب پاتي نه وي ، لکه څنګه چې دښمن اعتراف لري ددې عملیاتو بنیادي موخه دا بلل کیږي چې دافغانستان دویم ترټولو ستر او مهم ښار ( کندهار ښار ) دمجاهدینو په لاس له سقوط څخه وژغورل شي دهمدې هدف لپاره خو دښمن دکندهار ښار په اطرافي ولسوالیو سربیره دښار په دننه کې هم له خپل پوځی زور نه په استفاده عملیات پيل کړي دي ، داچې دې عملیاتو دښار په داخل کې دمجاهدینو په وجود او فعالیتونو څومره اغیز پریباسلی دکندهار دښاری عملیاتو له عمومي مسؤل ( حاجي احمد سعید )سره مو دلته دروان حالت په اړه تفصیلي مرکه کړې چې ستاسو توجه ورته راګرځوو .ــــ اداره
دامریکایي اولس منتخبو استازو !
له
هلمندولايت څخه داسلامي امارت مجاهدين راپورورکوي چې تيره شپه دملي
اردويوه عسکرددې ولايت په سنګين ولسوالۍکې درې تنه امريکايي عسکرپه ډزووژلي
اوبيادوی ته ورغلی دی .پيښه تيره شپه شاوخوادوې بجې ددې ولسوالۍمرکزته
نژدې دتاميرانوپه سيمه کې دامریکايي ځواکونوپه قرارګاه کې رامينځته شوه .



